انصار: (د وږی ۸ مه)، د پاکستان د حکومتي سرچینو په وینا، دغه هیواد له ایران سره ډیپلوماتیکې خبرې کوي چې د پاکستان او ایران د ګازو د پایپ لاین په اړه روانه لانجه حل کړي. دغه پروژه له ۲۰۱۴ کال راهیسې د امریکا د بندیزونو له امله لس کاله ځنډول شوې ده.
د پاکستان د حکومت یوه چارواکي نیوز انټرنیشنل ورځپاڼې ته وویل چې د پاکستان لپاره د ایران د ۱۸۰ ورځو د ضرب الاجل پای ته رسیدو ته په کتو، تهران مخکې تر دې چې د ګاز د ګډې نللکې پروژې په پلي کولو کې د اسلام اباد له لوري پر ژمنې د نه درېدو په خاطر د قضاوت محکمې ته مراجعه وکړي، پاکستان ته وروستی خبرداری لیږلی دی.
د راپور له مخې، ایران پاکستان ته خپل وروستی خبرداری اعلان کړی او ویلی یې دی چې تهران له دې پرته بله چاره نه لري چې د پاریس د قضاوت محکمې (PAC) ته شکایت وکړي.
په همدې حال کې د پاکستان ټریبیون ورځپاڼې راپور ورکړ چې پاکستاني چارواکو یادونه وکړه چې ایران په خپل خبرداري کې د کوم تاوان یادونه نه ده کړې او خبرداری یې ورکړی چې ممکن د رسنیو له راپورونو څخه د پاکستان پر ضد ګټه واخیستلی شي. چارواکي وایي، د دې لانجې د هواري لپاره دیبلوماتیکې هڅې روانې دي.
دا پروژه له ۲۰۱۴ کال راهیسې د امریکا له خوا د بندیزونو له امله لس کاله ځنډول شوې ده.
نیوز ورځپاڼې د خپلو سرچینو په قول لیکلي"د ګاز پیرودلو قرارداد (GSPA) په ۲۰۰۹ کې د فرانسې له قوانینو سره سم لاسلیک شو، او په پاریس کې د قضاوت محکمه د دواړو هیوادونو ترمنځ د اختلاف په اړه د پریکړې کولو مرجعه ټاکل شوې ده." خو د فرانسې د قضاوت محکمه د امریکا بندیزونه په رسمیت نه پېژني."
د دې پایپ لاین د جوړېدو په صورت کې به له ایران څخه د ورځې ۷۵۰ میلیون مکعب فوټه ګاز پاکستان ته صادر شي.
د بیاکتل شوی قراداد له مخې، پاکستان مکلف و چې د سږ کال له فبرورۍ څخه تر مارچ پورې په خپله خاوره کې د پایپ لاین یوه برخه جوړه کړي.
ایران تر دې مخکې د ۲۰۲۲ کال له نومبر څخه تر دسمبر پورې پاکستان ته خپل دوهم قانوني اخطار ورکړی و او له پاکستانه یې وغوښتل چې د ۲۰۲۴ کال له فبرورۍ تر مارچ میاشتې پورې د ایران او پاکستان د ګازو د نللیکې د پروژې یوه برخه جوړه کړي او یا ۱۸ میلیارده ډالره جریمې ته ځان چمتو کړي.
تهران د ۲۰۱۹ کال په فبرورۍ کې اسلام اباد ته اعلان وکړ چې اراده لري دا لانجه د قضاوت محکمې ته وړاندې کړي او ګواښ یې وکړ چې د ګازو د اخیستلو تړون (GSPA) د جزا پر بند به استناد وږکړي.
لکه څنګه چې یادونه وشوه، د ګاز پیرودلو قرارداد په ۲۰۰۹ کې لاسلیک شوی او د ۲۵ کلونو لپاره اعتبار لري، او د فرانسې د قضاوت محکمه د متحده ایالاتو بندیزونه نه تاییدوي یعني دا ورته دلیل کېدای نه شي چې امریکا د دې پروژې مخه نیولې ده.
ټاکل شوې وه چې دغه پروژه د ۲۰۱۴ کال د دسمبر په میاشت کې بشپړه شي او د ۲۰۱۵ کال د جنورۍ په لومړۍ نېټه افتتاح شي. د لومړني تړون له مخې، پاکستان مکلف دی چې د قرارداد د جریمې د بند پر اساس د ۲۰۱۵ کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې څخه ایران ته هره ورځ یو میلیون ډالر ورکړي.
تهران د پاکستان هغه ادعا بیا بیا رد کړې چې وایي د امریکا بندیزونه د توجیه وړ دي. عراق او ترکیه د امریکا له بندیزونو څخه د معافیت له مخې د ایران ګاز کاروي او هند هم د پټرولیم محصولاتو د کارولو لپاره معافیت ترلاسه کړی دی.
LINK: https://www.ansarpress.com/english/33201